د پښتو ژبې OpenOffice.org د ځاییتابه وېب پاڼې ته ښه راغلاست
داچې اوپن آفیس د اوپن ساورس یوه بیلګه ده او څرنګه چې له نوم څخه یې څرګنديږي تاسو کولی شئ چې د پښتو ژبې لپاره جوړې شوې وېب پاڼې څخه د اوپن آفیس - ساورس کوډ ښکته کړئ او هغه خپلې مورنۍ او خوږې ژبې پښتو ته وژباړئ ، ژبه د یو قوم او ولس د هغه بنسټیزو اساساتو څخه یو مهم اسا س دی چې د هغه قوم تاریخ، تهذيب، او دودونه پکې خوندي پاتې کیږي. کومې ژبي ته چې خدمت نه کیږي په دې مانا چې په ورځني ژوند کې په هغې خبري نه کیږي یا په هغې لیک او لوست نه کیږي. نوموړې ژبه د بربادۍ او هلاکت په لور په بیړه بیړه روانه وي. دا چې د ژبې حيثيت د مور په شان دی، نو راځئ چې خپله خوږه ژبه د هلاکت او تباهي له کندې څخه وژغورو او په ګډه سره مټي را ونغاړو او خپلې ژبې ته د امکان او وس په اندازه کار وکړو. څرنګه چې تاسو ته روښانه ده د اوپن آفیس ژباړل د یو کس کار نه دی او یوې منظمي ټولنې ته اړتیا ده نو زما وړاندیز ټولو پښتنو وروڼو ته دادی چې مونږ سره په دې د خیر کار کې همغږي شي او لږ تر لږه د ورځې لس دقیقي خپل قیمتي وخت د خپلې خوږي ژبې خدمت ته وقف کړي.
اوپن آفیس
اوپن آفیس د اوپن ساورس یو پراجېکټ دی چې د اداري ساوتريو یا سافټ وئیرونو د ګیډۍ څخه جوړ شوی دی چې په مختلفو ژبو ترتیب شوی او په مختلفو آپرېټنګ سیسټمونو یا چلیز سیسټمونو باندې چلیږي. اوپن آفیس پراجېکټ د نړۍ د نورو مشهورو اداري ساوتریو سره همغږی دی اوپه اداري کارونو کې ډیرمهم رول لري او د واېرس هم زور پري نه رسیږي ، په خپله خوښه تغیرات راوستلو او بیرته خپرولو لپاره پوره خپلواکي لري، په دي مانا چې تاسو په خپله خوښه هر ډول بدلون پکې راوستلی شئ ځکه ستاسو د هغې ساورس کوډ یا د کوډ سرچینې ته لاسرسی شته. د اوپن آفیس د پراجېکټ موخه په ټوله نړۍ کې په اداري ساوتریو کې د پروګرامرانو په ذریعه پرمختګ او ښه والی راوستل دي کوم چې د نړۍ په ټولو مهمو او غوره چلیزسیسټمونو باندې د چلند وړ دي . اوسني غوره چلیز سیسټمونه چې په نړۍ کې تري کاراخیستل کیږي عبارت دي له ګنو/لاينکس، سن سولرېس، مایکروسافټ وېنډوز، Mac OS، او FreeBSD. د اوپن آفیس د نصبولو یا لګولو په اړوند د سافټ ویئرونو او هارډویئرونو یا د ساوتريو او هډوتريو هرډول نموني چې په هرچلیز سیسټم وغواړئ ، دلته کلیک یا ټک ورکړئ.
دویمه نسخه ، د اوپن آفیس لپاره نوی پیل
د اوپن آفیس لومړی نسخه لومړنی لاس ته راوړنه وه چه د اوپن ساورس ساوتريو ګټې یې د نړۍ د بازارغوره استعمالوونکو ته په داسی ډول ورپه ګوته کړې چې د نړۍ په بازار کې یې بې له مالي زیان څخه یو لوی بدلون رامنځه ته کړ او د نړۍ د ۳۰ څخه زیاتو ژبو باندې وژباړل شو او په مختلفو چلیزسیسټمونو باندې ولګول شو. په اوسني وخت کې د اوپن آفیس لومړنی نسخه د لسګونو لاکهونو کارکوونکو لخوا ترې ګټه اخیستل کیږي او د دوهمې نسخې په منځ ته راتلو سره يي ګټه نوره هم زیاته شوه:
- اولنی اداري ګیډی دی چې د خلاص سند OASIS، چې د روښانه راتلونکې ادارې ساوتري ګیډۍ يوه بیلګه ده، ور څخه ګټه اخلي . .
- د لګولو پړاونه اسان شوي. ټول نوي ساوتري یا سافټ ویئرونه، او آپرېټنګ سیسټمونه یا چلیزسیسټمونه چې په هغه باندې لګول کيږي سره همغږي دي او په لګولو کې يې کومه ستونزه نشته.
- له هغه نه ګټه اخیستل ډیر اسان دي او له دې سره سره د نوي وړتیاوو اضافه کول یا په خپله خوښه جوړول اړین بریښي.
- یو نوی پروګرام لري چې د ډیټابیس یا توکبنسټ لري. نوموړی پروګرام یو د تنظیم او مدیریت پروګرام د ډیټا یا اومتوک لري چې کارکول هغه سره ډیر اسان دی .
- له بل هر پروګرام څخه له نورو ساوتری سره ښه پیوند اخلي او په هر چلیزسیسټم په اسانی سره لګول کيږي. هغه ستونزې او کمه ګټه اخیستنه چې په نورو سیالو پروګرامونو کې لیدل کیږي په اوپن آفیس کې شتون نه لري.
د اوپن آفیس پروګرام جوړونه په پښتو ژبه دلته کلیک یا ټک ورکړئ.