د اوپن ‌آفیس نسخه په پښتو ژبه

په پښتو ژبه د اوپن آفیس د کاروونکو مینه وال او استعمالوونکي کولای شي په خپل کمپیوتر کې د پښتو ژبي څخه ګټه واخلي او د موجوده لا رښوونو څخه په ګټه اخیستلو سره د نوموړي پروګرام پښتو ته ژباړلو کې مرسته وکړي. تراوسه پوري چې د ژباړلو پروسه لا تکمیل شوي نده نو بناءً کیدای شي چې په ترسره شویو کارونه کې اضافه یا تغیر راشي. د مختلف چلیز سیسټمونو لپاره لاندي لینکونه چې: لاینکس یا مایکروسافټ وینډوز تعقیب کړی.

په یاد ولری که چیري یو ځل یوه پروژه د ‎--with_lang په ذریعه جوړه کړي وی کولای شی چې ټول کامپایل په جدا ډول د اوپن آفیس د ژبي ګیډی (lang-pack) لپاره جوړ کړي که چیرې د انګلیسي ورته یا مشابه انګلیسي نسخي په یو سیستم نصب شي، نو د دویمي ژبي امکانات په هغي اضافه کیږي.